سينهوا اژانس د مارچ په څوارلسمه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې کاري راپور خپور کړی دی.
دغه اژانس ويلي، چې ياد راپور یې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د مشر لي جان شو په قول او اجازه ترلاسه کړی دی.
د دغه راپور پرېکړه لیک د مارچ په ۱۱مه نېټه په يادې غونډې کې تصويب او منظور شوی دی.
په دغه راپور کې د چين د اساسي قانون، د قانون د جوړولو او د ټول بهير د ولسي ډيموکراسۍ په شمول شپږو برخو کې د تېر يو کال کارونو ته کتنه شوې ده.
(غاټول)