روسیه او اوکراین به انلاين خبرې اترې وکړي
CMG2022/03/14 12:28:46
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سيکريټر دمتري پيسکوف د مارچ په ۱۳مه نېټه وویل، چې د روسيې او اوکراین پلاوي به د روانې میاشتې په ۱۴مه نېټه انلاین خبرې اترې وکړي. د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشاور ميهایلو پودولیک هم په همدې نېټې په ټولنیزو رسنیو کې دغه خبر تائید کړی دی. 

د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ د مارچ په ۱۳مه د اوکرایني چارواکو په قول خبر ورکړی، چې د اوکراین چیرنوبیل اټومي سټېشن تر ترمیم وروسته د دغه هېواد د برېښنا عرضا بیا عادي شوې ده. (هیله)