چين له اوکراين څخه په ۱۳مې ځانګړې الوتکې کې پاتې چيني اتباع اوباسل
CMG2022/03/14 15:19:14
شريکول:

 سين هوا اژانس خبر ورکړی، چې چين د اوکراين کړکېچ له پېښېدو راهيسې خپل اتباع له دغه هيواد څخه اوباسي.
چين تر دې دمه ۱۳ ځانګړې الوتکې اوکراين ته لیږلي او چينايان يې په خوندي توګه خپل هيواد ته ستانه کړي دي.  د چين ځانګړې ۱۳مه الوتکه د مارچ د ۱۴مې نېټې سهار په اتو بجو او ۵۰ دقیقو په خوندي توګه د داليان په هوايي ډګر کې ښکته شوه . (هیله)