یانګ جيې چه به په روم کې له جاک سولیوان سره وګوري
CMG2022/03/14 13:02:26
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د مارچ په ۱۳مه نېټه اعلان وکړ،چې د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمیسیون د سیاسي بيورو غړی او د دغه مرکزي کمیسیون د بهرنیو چارو کمېټې د دفتر مشر یانګ جیې چه به د مارچ په ۱۴مه نېټه په روم کې د امریکا د ولسمشر د ملي امنيتي چارو له سلاکار جاک سولیوان سره کتنه وکړي. دواړه خواوې به د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو او د ګډې علاقې وړ نړیوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه د نظریو تبادلې وکړي. 

جاو لي جیان وویل، چې چین او امریکا د تېر کال په پای کې د دغې کتنې په اړه خبرې کړې وې او د ملاقات وخت يې ټاکلی و. (هیله)