ایران له سعودي سره د خبرو اترو پنځم پړاو وځنډاوه
CMG2022/03/14 14:49:23
شريکول:

د تهران يوه چارواکي، چې له خپل نوم اخيستلو څخه يې ډډه کړې، د مارچ په ۱۳مه نېټه ويلي، چې د ایران او سعودي ترمنځ د ديپلوماتیکو اړیکو د عادي کېدو په موخه د خبرو اترو پنځم پړاو چې ټاکل شوی و، د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه به ترسره شي، وځنډول شو.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فعاد حسین د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه د ترکيې په انتلیا فورم کې د ګډون په ترڅ کې ویلي و، چې د ایران او سعودي ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو به د روانې میاشتې په ۱۶مه نېټه په بغداد کې ترسره شي. (هیله)