د چين سوداګرۍ وزارت د مارچ په ۱۴مه نېټه تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې چين د روان کال له جنورۍ څخه تر فبرورۍ پورې ٢٤٣.٧ ميليارډه يوانه بهرنۍ پانګه استعمال کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٣٧.٩ سلنه زياتوالی ښيي.
په يادې مودې کې د چين په بېلا بېلو خدمتي چارو کې ۱۷۵.۷ ميليارډه يوانه بهرنۍ پانګې کارول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۴ سلنه زياتوالی او د لوړې تکنالوژۍ په صنعتي چارو کې د کارول شوې بهرنۍ پانګې اندازه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۳،۸ سلنه زیاتوالی ښيي.