د چين د فضايي پروژو دفتر ويلي، د چين درې ستورمزلي به له فضا څخه په دوهم ځل د هيواد تنکيو ځوانانو ته درس ورکړي.
د چين ستورمزلي په فضا کې د دې هيواد په فضايي سټېشن کې په علمي دندو بوخت دي.
يادو دریو ستورمزلو د تېر کال د ډسمبر په ۹ مه نېټه په لومړي ځل په انلاين ډول له فضايي ستېشن څخه تنکيو ځوانانو ته درس ورکړ، چې له امله يې له فضايي او علمي معلوماتو سره د دغه هېواد د تاندو ځوانانو شوق او علاقه زیاته شوې ده.