د بېجینګ پارالمپيک ژمنیو لوبو د بشري حقونو لاسته راوړنې ښکاره کړې
CMG2022/03/15 14:53:17
شريکول:

د پارالمپيک د نړيوالې کمېټې رئيس اندرو پارسونس د مارچ په ۱۳مه نېټه د بېجینګ د ۲۰۲۲م کال د پارالمپيک ژمنیو لوبو د پای په مراسمو کې وویل، چې چین د پارالمپيک د راتلونکو ژمنیو لوبو لپاره یوه نمونه جوړه کړې ده او د بېجینګ د پارالمپیک سږنۍ ژمنۍ لوبې ډېرې خوندي، ښایسته او په زړه پورې ترسره شوې.

ښاغلي اندرو پارسونس تر دې مخکې هم ويلي وو، چې د بېجینګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې تر ټولو غوره او ښې ترسره شوي او دا لوبې یې له نږدې کتلې دي.

 بېجینګ ولې نړۍ ته د پارالمپيک غوره او په زړه پورې ژمنې لوبې وړاندې کړې؟

ښاغلی پارسونس د دې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د بېجينګ د پارالمپيک ژمنیو لوبو د ښې ترسره کېدنې لامل دا دی، چې په چین کې بشري حقونه ډېر ښه ساتل شوي دي. د دغو لوبو د ۹ ورځو په لړ کې د نړۍ له ۴۶ هېوادونو او سیمو څخه نږدې ۶۰۰ معلولو لوبغاړو په سياليو کې برخه اخيستې وه او ټولو تر وسې پورې هڅې کړي، چې ښه پایله تر لاسه کړي او دوی په خپلو کړنو دا ثابته کړه چې "معلولین هم ښه ژوند ته لاسرسی لري" او کار او ورزش کولی شي.

 د چینایي او بهرنیو لوبغاړو ټينګ هوډ او کوښښونه د پارالمپیک د "زړورتیا، هوډ، هڅونې او مساواتو" پيغام روښانه تشریح کړی او د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې يې نړۍ ته باور او ځواک برابر کړی دی.

 د يادونې وړ ده، چې د چين د معلولينو لوبو پلاوي تر ټولو ډېر د سرو زرو مډالونه ګټلي او د مډالونو د عمومي شمېر په لیست کې یې هم لومړی مقام تر لاسه کړی او د پارالمپيک په ژمنیو لوبو کې د چين د غوره پايلو نوی ريکارډ يې جوړ کړی دی. له دې څخه په چين کې د معلولينو د سپورتي چارو ګړندی پرمختګ او د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې د چين د پام وړ برياليتوبونه ښکاري.

د هسپانيا د پاچا خوان کارلوس پوهنتون پروفیسر فيليپ ديواسا ويلي، چې د بېجينګ پارالمپيک ژمنۍ لوبې په برياليتوب ترسره شوي او دا د چين د معلولينو چارو د چټک پرمختګ څرګندویي کوي او ترې ښکاري، چې په چين کې په دې وروستیو کلونو کې د معلولينو حقونه او ګټې ښې تضمین شوې دي.

په حقیقت کې هم همداسې ده. چين د يخ او واورو په لوبو کې د درې سوه مليونو خلکو د ګډون ژمنه کړې وه او په ترڅ کې يې ټولو خلکو له معلولينو سره يو ځای یو بل هڅولي او په ګډه يې پرمختګ موندلی دی او چين د بېجينګ د المپيک ژمنیو لوبو تر پرانيستلو مخکې ياده موخه پوره کړې ده.

چین له ٢٠١٦م کال راپدې خوا يعنې په مسلسلو شپږو کلونو کې د معلولينو د یخ او واورو سپورتي لوبې تر سره کړي او څه باندې ۳۰۰ زره معلول کسان يې راجلب کړي دي.

 چين د بېجینګ د پارالمپيک ژمنیو لوبو په لړ کې د معلولينو لپاره د اړتيا وړ ډېرې چارې ترسره کړې دي. د ساري په توګه، د معلولو لوبغاړو لپاره يې ډول ډول تجهیزات، ځیرک او له خنډونو پاک خدمتي ډګرونه جوړ کړي او د سیالیو په وخت کې یې د اشاروي ژبې سيسټم او بې شمېره صادقه داوطلبان په دندو ګومارلي وو.

د مالوماتو له مخې، چین د معلولو لوبغاړو لپاره په بنسټيزو خدمتي تجهیزاتو کې د داخلېدو او ننوتولو لارې په سلو کې۸۱،  ۵۶ سلنه خدمتي کړکۍ، ۳۸ سلنه له خڼدونو پاک تشنابونه جوړ کړي او په دې برخه کې يې د اسانتیاوو برابرونکو تجهیزاتو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

 ویل کېږي، چې دا په چین کې د بشري حقونو ساتلو په برخه کې یوه ښه نمونه ده.

معلولين د ګردې نړۍ په نفوس کې شاوخوا ۱۵ سلنه نیسي او دوی د انسانانو په لوی کور کې مساوي حقونه لري او د ګردې نړۍ دوامدار پرمختګ څخه بايد هيڅوک پاتې نه شي.

چين نړۍ ته د بېجینګ پارالمپيک ژمنیو لوبو له لارې ټولشموله پرمختګ ښکاره کړی دی.