روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۵۶ ميليونو، ۷۹۷ زرو او ۲۱۷ ته رسېدلی
CMG2022/03/15 09:58:04
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۴مه نېټه يو نوی راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د مارچ د ۱۴مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۲۲ دقيقو پورې په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱ ميليون، ۲۳۱ زره او ۹۸۷ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۵۶ ميليونو، ۷۹۷ زرو او ۲۱۷ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې وبا له امله د مړينې شمېر ۳۶۵۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶ ميليونو، ۴۳ زرو او ۹۴ ته رسېدلی دی.