افغانستان د چين له اقتصادي پرمختګ څخه ګټه اخلي
CMG2022/03/15 10:07:32
شريکول:

د چين د ديارلسم ملي ولسي کانګرس پنځمه  کلنۍ غونډه په دې وروستيو کې پای ته ورسيده. د دې کانګرس استازو د چين حکومتي  کاري راپور تر سنجش لاندې ونيوه او وروسته يې منظور کړ. په دغه راپور کې يو لړ نوې موخې ټاکل شوي، چې پکې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ نوی پيغام ښکاري.

  د چين د ميډيا ګروپ خبريالې د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوه نقيب الله سره مرکه کړې او د ياد اقتصادي راپور په اړه ورسره غږېدلې ده. ښاغلی نقیب الله وايي، چې چين تېر کال په اقتصادي برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلې او په نوي حکومتي کاري راپور کې يې سږنۍ موخې او دندې ټاکلې دي. دا د دې ښودنه کوي، چې چين نه يوازې په تېر وخت کې چټک پرمختګ کړی، بلکې په راتلونکې کې به هم دغه تمايل وساتي او ادامه به ورکړي، چې دا به د نړۍ په تېره بيا د افغانستان په شمول د ټولو اسيايي هېوادونو لپاره ګټور وي.

د چين دوو ملي غونډو ( یعنې د چین د ملي ولسي کانګرس او د چین د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډې) چې په دې وروستيو کې ترسره شوې، د نړۍ پاملرنه راجلب کړې ده. ښاغلي نقب الله هم د دغو غونډو موضوعات څارلي  او په دې اند دی، چې د چين حکومت په دغو کلنيو غونډو کې د هيواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اړوندې تګلارې او پلانونه جوړ کړي او دغه پلانونه به يې د دې لامل شي، چې چين چټک پرمختګ وکړي او خپلو موخو ته ورسيږي.

ښاغلی نقیب الله وايي، چې د تېرو دېرشو کالونو په لړ کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت (GDP)په منځنۍ توګه سل سلنه لوړ شوی دی. که څه هم تېر کال د کرونا وبا له امله د نړۍ اقتصاد اغيزمن شوی، خو په همدې کال کې د چين د اقتصادي پرمختګ انډول په سلو کې اته اعشاريه يو ښودل شوی دی. دا د دې ښودنه کوي، چې د چين اقتصاد چټکتيا موندلې او   دا چټک پرمختګ به یې د دې لامل شي، چې ډېر ژر به د نړۍ لومړی ځواکمن اقتصاد وګرځي.

د ښاغلي نقب الله په اند، د چين په دوو کلنيو ملي غونډو کې هغه پلانونه، چې د خپل هېواد د اقتصاد لپاره يې په پام کې نيولي، ښه نتيجه به ورکړي او د ګاونډيو هېوادونو پر اقتصاد به هم اغيز وکړي.

نوموړی وايي، هر څومره چې يو ګاونډی له اقتصادي اړخه ځواکمن کيږي، په غير مستقيمه توګه يې پر نورو ګاونډيو هم تاثير کيږي او ګاونډي هېوادونه هم سالمه سيالي پېل کوي او دا چاره د ټولو هېوادونو د اقتصاد لپاره ډېره ګټوره تماميدای شي. چين د افغانستان ښه ګاونډی هېواد دی، نو اقتصادي پرمختګ يې د افغانستان پر اقتصاد هم مستقيم اغيز کوي. په اسیا کې د لومړي ځواکمن اقتصاد په توګه چين خپلو ګاونډيو ته توکي په ډېره ارزانه توګه نسبت نورو هېوادونو ته چمتو کوي او صنعتي توکي يې د خپلو ګاونډيو هېوادونو لپاره بديله توکي دي، چې يادو هېوادونو ته د جغرافيايي موقعيت د نژديوالي له امله ارزان تماميږي. بل دلیل يې دا کيدای شي، چې چين د دغو توليداتو لپاره يوه اندازه انرژي او خام توکي له خپلو ګاونډيو څخه واردوي، چې دا کار د شاوخوا هېوادونو لپاره د پيسو د داخلېدو لامل کيږي او دغه هېوادونه پرمختګ ورسره کوي. نو ځکه ګاونډي هېوادونه به هم د چين له اقتصادي پلانونو او ټولنيز پرمختګ څخه ګټې واخلي.

په دغو پلانونو کې د چين د يو کمربند او يوې لارې پروژه د چين يو مهم نړيوال اقتصادي پلان ګڼل کيږي، چې په بشپړېدو سره به يې اسيا له اروپا سره او اسيايي هېوادونه يو له بل سره د دغې لارې په واسيطه ونښلول شي. د چين په سږني حکومتي کاري راپور کې راغلي، چې حکومت به يې په پر له پسې توګه اصلاحات او خپل ورخلاصون پراخ کړي او په باکيفيته توګه به د يو کمربند او يوې لارې پلان د پلې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلی نقیب الله په دې اند دی، چې افغانستان په وچه کې راګير هېواد دی، نو دا پروژه به د افغانستان د صاراتو او وارداتو لپاره، په تېره بيا چين ته د خامو توکو د ليږد په برخه کې ډېره ګټوره تمامه شي. افغانستان هم د يوه ګاونډي په توګه د چین له اقتصادي پرمختګ څخه اغيزمن دی او له چين سره په لوړه کچه سوداګريزې اړيکې لري. د چين پرمختګ د دې لامل کيږي، چې د افغانستان صنعت او خدماتي چارې هم په خوځښت راولي.