د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت کمیسیون ۶۶مه غونډه پرانېستل شوه
CMG2022/03/15 10:18:48
شريکول:

د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کمیسیون ۶۶مه غونډه د مارچ په ۱۴مه نېټه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې پیل شوه.

په دغه غونډه کې د اقلیمي بدلون، چاپیریال او د ناورین کمولو د تګلارو او پروژو په برخو کې د جنسیتي مساواتو او له حقونو څخه د ښځو او نجونو د برخمنېد په تړاو خبرې کيږي. 

 د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریس يادې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې جنسیتي تبعیض د دې لامل شوی، چې د ځمکو په خاوندانو او مشرانو کې ډېرې کمې ښځې ليدل کېږي او د ښځو اړتیاوې او ګټې اکثرا د ځمکو د کارولو، ککړتیا، چاپیریال ساتنې او د اقلیمي کړنو په پریکړو کې له پامه غورځول کېږي.

د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د چوکاټي تړون، د کیوټو پروتوکول او د پاریس تړون په چوکاټ کې د مهمو ځايونو څوکۍ یوازې یو پر درېیمه برخه د ښځو په لاس کې دي او د بېلا بېلو هېوادونو د چاپيريال ساتنې وزيرانو کې یوازې ۱۵ سلنه يې ښځې دي.

هغه زياته کړه، چې هر څوک باید د ښځو د حقونو لپاره مبارزه وکړي او د جنسیتي مساواتو ته دې وده ورکړي.