د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د مارچ په ۱۴مه نېټه وويل، چې د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون مذاکرات ځنډول شوي او د رکود په حالت کې نه دی او اوس اړوندې خواوې په بېلابېلو برخو کې په سلامشورو بوختې دي.
نوموړي په همدې ورځ په مطبوعاتي خبري ناسته کې وويل، چې د اړوندو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او لوړ پوړو استازو ترمنځ تماسونه روان دي. د ايران د اټومي مسئلې په مذاکراتو کې ځينې کليدي مسئلې د امريکا پرېکړو ته اړتيا لري او بېلابېلې خواوې بايد ګډې پرېکړې وکړي او يوې داسې موافقې ته بايد ورسېږي، چې د ايران د اټومي مسئلې تړون په مذاکراتو کې ښه تړون لاسليک شي.