جاو لي جیان: چين د نړۍ د معلولينو چارو د نويو پرمختګونو لپاره هڅه کوي
CMG2022/03/15 14:48:52
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۱۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د بېجينګ پارالمپیک ژمنيو لوبو نړیوالو ته د باور، دوستۍ او هيلو پيغامونه ورکړي او د نړۍ د معلولينو د سپورټي چارو په تاريخ کې به نوې پاڼه پرانيزي. 
نوموړي وويل، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره په ګډه هڅه وکړي، چې د پارالمپيک لوبو لاسته راوړنې خپرې کړي، د پارالمپيک لوبو او د نړۍ د معلولينو چارو ته به وده ورکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره به زيات خدمتونه وکړي.
د بېجینګ د ۲۰۲۲م کال پارالمپيک ژمنۍ لوبې چې ۹ ورځې يې دوام درلود، د مارچ په ۱۳ مه نېټه پای ته ورسيدې. د پارالمپيک نړيوالې کمېټې رئيس پارسونس دغه لوبې د حيرانۍ وړ، خوندي او ډېرې په زړه پورې بللي او ويلي يې دي، چې دغه لوبې به د راتلونکو پارالمپيک ژمنيو لوبو لپاره نمونه وي.