شي جين پينګ په چيو شه مجلې کې لېکنه خپره کړې
CMG2022/03/15 16:12:55
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،  د چين د چيو شه په نوم مجلې د مارچ په ۱۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي، د دولت او مرکزي پوځي کمیټې د رئيس شي جين پینګ مهمه ليکنه ((د چين د سیاسي مشورتي کنفرانس د مرکزي کميټې په کاري غونډې کې د دغه کنفرانس د جوړېدو د اويايمې کاليزې په مناسبت د شي جين پينګ وينا )) خپره کړې ده.

شي جين پينګ په يادې لیکنې کې ويلي، چې د چين سياسي مشورتي کنفرانس د چين د کمونېست ګوند ستره لاسته راوړنه ده، چې د مارکسيزم او ليننيزم د متحدې جبهې تيوري، ګوندي افکار او ډيموکراتيکه تيوري يې د چین له حالاتو سره سم يو ځای کړي دي.

 نوموړي ويلي، چې د چين سیاسي نظام د کمونېست ګوند په مشرۍ سره د بېلا بېلو ډيموکراتيکو ګوندونو او ډلو، غير ګوندي شخصيتونو، ولسي ډلو او د بېلا بېلو قومي او ټولنيزو شخصيتونو له خوا جوړ شوی دی.

 د چين سياسي مشورتي کنفرانس به په اوسنۍ او راتلونکې يوې مودې کې د ځانګړي مشورتي ارګان په توګه خپل رول ولوبوي.