ایران: پولې ته نږدې د توطیو د مرکز شتون به ونه زغمو
CMG2022/03/15 11:09:43
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعید خطيب زاده د مارچ په ۱۴مه نېټه وويل، چې د دغه هېواد اسلامي انقلابي ګارډ په دې وروستيو کې په عراق کې د اسرائيلو د توطيې او تخريب پر يوه مرکز د غچ اخيستو توغنديز بريد ترسره کړی او ايران به خپل سرحد ته نږدې د دسيسو مرکز شتون هیڅ ونه زغمي.

خطیب زاده زياته کړه، چې ایران په ځلونو د عراق پر حکومت غږ کړی، چې د ایران پر ضد ترهګریزو ډلو ته دې اجازه نه ورکوي، چې د عراق له خاورې عمليات تر سره کړي، خو عراق د ایران اخطارونه له پامه غورځولي او په پایله کې ایران مجبور شو، چې په عراق کې د اسرائیلو د سازش او تخریب پر مرکز برید وکړي.