يانګ جي چه د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سليوان سره وکتل
CMG2022/03/15 10:00:38
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر مدير يانګ جي چه د ايټاليا په پلازمېنې روم کې د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سوليوان سره وکتل. دواړو خواوو د چين او امريکا د اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه صادقانه، ژورې او رغنده خبرې اترې وکړې او موافقه يې وکړه، چې په ګډه به د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې او خپلمنځی تفاهم به پياوړی او توپيرونه به اداره کړي او ګډې نظريې به پراخې او خپلمنځي همکارۍ به پياوړې کړي او د چين او امريکا د اړيکو د سمسورتيا او ټينګښت لپاره به مناسب شرايط برابر کړي.  

دواړو خواوو د اوکراین، د ډيموکراتيکې کوریا او ایران د اټومي مسئلو او د افغانستان مسئلې په اړه هم د نظريو تبادله وکړه.