ګابارډ: دا یو حقیقت دی، چې امريکا په اوکراين کې بيولوژیکي لابوراتوارونه جوړ کړي
CMG2022/03/15 14:53:02
شريکول:

 د امريکا د پارلمان پخوانې غړې ګابارډ پر ټولنیزو رسنيو ويلي، چې امريکا په اوکراين کې بيولوژيکي لابوراتوارونه جوړ کړي او دا یو حقیقت دی او چارواکي يې باید د حقيقتونو د پټولو هڅې پای ته ورسوي.

هغې زياته کړې، چې په دې کې هیڅ شک نشته، چې امريکا په اوکراين کې له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې بيولوژيکي لابوراتوارونه جوړ کړي دي. د امریکا حکومت هم منلې، چې په دغو بيولوژيکي لابوراتوارونو کې يې ډېر خطرناک ويروسونه ساتلي دي. امريکايي چارواکي بايد د حقيقتونو د پټولو هڅې او کړنې بندې کړي او له روسيې، اوکراين، ناټو او م.م سره دې همکارۍ وکړي، تر څو دغو لابوراتوارونو ته په نژدې سيمو کې د اوربند تړون لاسليک او د دغو تاسيساتو امنيت تضمين شي او یاد ويروسونه دې له منځه يوسي.

 

(غاټول)