یانګ جي چه د اوکراین د وضعیت په تړاو د چين دریځ روښانه کړ
CMG2022/03/15 09:59:56
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيوم د سياسي بيورو غړي او د دغه مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر مدير يانګ جي چه د ایټالیا په پلازمېنې روم کې د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جاک سوليوان سره د کتنې په ترڅ کې د اوکراين د حالاتو په اړه د چين دريځ څرګند کړ.

يانګ جي چه په اشارې وويل، چې چين د بېلا بېلو هېوادونو د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د درناوي او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو د ساتلو پلوي کوي.

نوموړي زياته کړه، چې چين د سوله ييزو خبرو اترو هڅولو ته ژمن دی او نړيواله ټولنه بايد په ګډه د روسيې او اوکراين ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو داسې ملاتړ وکړي، چې ډېر ژر د پام وړ پايلې ولري. د جنګ ښکېلې خواوې باید زغم وساتي، د عامو وګړو ساتنه دې وکړي او د لوی بشري ناورین مخه دې ونیسي.

چين له اوکراين سره بېړنۍ بشري مرستې کړي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته نور هم دوام ورکړي.

يانګ جي چي پر دې ټينګار وکړ، چې چين له هر هغه عمل او وينا سره مخالفت کوي، چې ناسم معلومات خپروي او د چين دريځ تحريفوي او د بدنامۍ هڅې يې کوي.