امريکا د اوکراين مسئلې په تړاو د چين په اړه جعلي معلومات خپاره کړي
CMG2022/03/15 14:43:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د مارچ په څوارلسمه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې امريکا په دې وروستيو کې د اوکراين مسئلې په هکله د چین په مقابل کې ځيني جعلي معلومات خپاره کړي دي او له دې کړنې يې ناوړه نیت ښکاري.

 

امريکايي چارواکو ويلي، چې روسيه غواړي له چين څخه مرستې تر لاسه کړي. د دې ترڅنګ د امريکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جاک سوليوان ويلي، چې امريکا له روسيې سره د چين اقتصادي او مادي مرستې له نژدې څاري او چين ته يې هم خپل نيت څرګند کړی دی، خو که چين پر روسيې د لويديځو هېوادونو د بنديزونو مخنيوی وکړي، نو خامخا به بده پايله ولري.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې د اوکراين مسئلې د حل وفصل لپاره اوسنۍ بېړنۍ دنده دا ده، چې د جګړې ښکيلې خواوې زغم وساتي او د اوسني کړکيچ د حل لپاره هڅې وکړي او دغه مسئله دې په ډيپلوماتيکو لارو چارو حل شي.

 

(غاټول)