امريکا بايد خپلې ژمنې عملي کړي
CMG2022/03/16 14:35:28
شريکول:

د چين او امريکا د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ ملاقات د مارچ په څوارلسمه نېټه د ايټاليا په پلازمينې روم کې تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دې کمېسيون د بهرينو چارو کمېټې دفتر مسئول يانګ جيې چه او د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار جاک سوليوان په دغه ملاقات کې د دواړو هېوادونو او مهمو نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادلې کړي او په دې يې اتفاق کړی، چې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ ګډې نظريې بايد په ښه توګه پلې کړي او سالم او مناسب مدار ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ستنېدو لپاره به ښه زمينه برابره کړي.

له دې مخکې، د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ غونډه د تېر کال په نومبر کې په انلاين ډول تر سره شوې وه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه لارښوونکې نظريې وړاندې کړې وې او ويلي يې وو، چې دواړه خواوې بايد د نوې زمانې په تګ راتګ کې د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او همکاريو پر اصولو ټينګار وکړي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن په يادې انلاين غونډې کې مهمې ژمنې کړې وې او ويلي يې وو، چې هغه د نوې سړې جګړې په لټه نه دی، د چين د نظام بدلون نه غواړي، د متحدو اړيکو د پياوړتيا له لارې له چين سره مخالفت نه غواړي، د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ نه کوي او نه هم له چين سره د مقابلې نيت لري.

چين له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د دواړو مشرانو د ګډو نظريو د تطبيق لپاره هڅې کړي، خو امريکا د خپلو ژمنو د پلي کولو لپاره هيڅ ګام نه دی پورته کړی او حتی د خپلو ژمنو په خلاف ناوړو کړنو يې د چين او امريکا د اړيکو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

ښاغلي يانګ جيې چه له جاک سوليوان سره په کتنې کې يو ځل بيا د تايوان، شينجيانګ، شي ځانګ او هانکانګ د مسئلو په اړه د چين دريځ بيان کړی او په اشارې يې ويلي، چې دغه مسئلې د چين کورنۍ چارې دي او د چين اصلي ګټو پورې تړاو لري او په دې کې د بهرنيو کړيو لاسوهنه د منلو نه ده او د يادو چارو په پلمه د چين د پرمختګ د مخنيوي هر نيت او اقدام به ناکام وي.

د نوموړي يادې څرګندونې امريکا ته جدي خبرداری او د دواړو هېوادونو د اړيکو لپاره د چين سره کرښه ده.

د يادولو وړ خبر دا دی، چې د يو چين پېژندنې اصل د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ دی. د جوبايډن حکومت څو څو ځلې د يو چين پېژندنې پر اصل د ټينګار کولو او د تايوان له بېلتون غوښتونکو څخه د ملاتړ نه کولو په اړه ژمنې کړي، خو بيا بيا يې خپلې وعدې ماتې کړي او د تايوان تنګي سولې ته يې زيانونه رسولي دي. چين تېره مياشت د پوځي تجهيزاتو پر هغو دوو امريکايي تصديو بنديزونو ولګول، چې له اوږدې مودې راهيسې پر تايوان وسلې پلوري.

د چين له دغې پرېکړې څخه ښکاري، چې بېجينګ د خپل ملي حاکميت او امنيت د ساتلو لپاره څرګنده رويه لري او جدي اقدامات به ترسره کړي. امريکا بايد د تايوان مسئلې حساسيت وپېژني او له خپل بد نيت او ناوړو کړنو څخه دې لاس واخلي.

په روم کې د چين او امريکا د لوړ پوړي چارواکو ترمنځ ملاقات د شانګهای اعلاميې د خپرېدو او له چين څخه د امريکا د پخواني ولسمشر نيکسون د ليدنې د پنځوسمې کليزې په درشل کې تر سره شوی دی.

د تاريخ تجربې ښيي، چې چين او امريکا د ايډيولوژيو، ټولنيز نظام، تاريخ او کلتور په برخو کې ډېر توپيرونه لري، خو که دواړه هېوادونه  د متقابل درناوي، د اصلي برخو د ګډو نظريو او ګټو د لټولو او همکاريو پر اصولو ټينګار وکړي، د خپلمنځي سوله ييز ګډ ژوند او تګ راتګ لپاره به ښه زمېنه برابره کړي. امريکا بايد له تاريخ څخه ګټورې تجربې واخلي او د چين په اړه دې خپله پېژندنه سمه کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي، چې په راتلونکو پنځوسو کلونو کې د نړيوالو اړيکو لپاره تر ټولو ډېر مهم کار دا دی، چې چين او امريکا بايد د خپلمنځي تګ راتګ مناسبه لار پيدا کړي. د نوموړي دغې خبرې د چين او امريکا لپاره د کوښښونو لوری روښانه کړی دی او امريکا بايد د ولسمشر جو بايډن ژمنې عملي کړي او د خپلو اقداماتو له لارې دې د چينايانو باور خپل کړي.