په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۵۸ میلیونو، ۴۷۹ زرو او ۶۳۵ ته رسېدلی
CMG2022/03/16 14:56:08
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په ۱۵مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۵۶ دقیقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱ میلیون، ۴۱۳ زره او ۳۰۹ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۴۵۸ میلیونو، ۴۷۹ زرو او ۶۳۵ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۳۸۰۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ میلیونو، ۴۷ زرو او ۶۵۳ ته رسېدلی دی. (هیله)