روسیه او اوکراین بیا خبرې اترې پیل کړې
CMG2022/03/16 14:59:30
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشاور میهیلو بودولیک د مارچ په ۱۵مه نېټه وویل، چې د اوکراین او روسيې د پلاویو ترمنځ خبرې اترې بیا پيل شوې دي.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سيکريټر دمټري پيسکوف په همدې ورځ وویل، چې د روسيې او اوکراین پلاوي انلاین خبرې اترې کوي او دغه کار يې ډېر پيچلی بللی دی. نوموړي په اوسنيو حالاتو کې د دواړو خواوو د خبرو اترو دوام  یو ډول پرمختګ بللی، خو زیاته کړې يې ده چې په لنډمهال کې به دغه خبرې نتیجه ورنه کړي. 

د کیف ښاروال ویتلي کليچکو د مارچ په ۱۵مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، چې په کیف ښار کې به د روانې میاشتې د شپې له ۸ بجو څخه د ۱۷مې نېټې د سهار تر ۷ بجو پورې ګرځبنديز ولګوي. نوموړي له خلکو څخه غوښتي چې د ځانونو ساتلو لپاره چمتوالی ونيسي. (هیله)