د چين او ايران بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې کړي
CMG2022/03/16 11:11:46
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۱۵مه نېټه د ايران له خارجه وزير حسين امیرعبدالهيان سره ټليفوني خبرې کړې دي.
عبدالهيان خپل چيني سیال ته د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د پنځمې کلنۍ غونډې او د ولسي سياسي مشورتې کنفرانس د ۱۳مې ملي کميټې د ۵مې غونډې د بشپړېدو په پار مبارکي ويلي ده.
نوموړي له وانګ يې سره په دغو خبرو کې د ايران د اتومي تړون د بيا پلي کېدو د خبرو اترو تازه مالومات شريک کړي او هيله يې ښودلې، چې يادې خبرې ژر پيل او ګډون پکې وکړي.
عبدالهيان زیاته کړې، چې ایران په اټومي خبرو اترو کې د چين له ارزښتناک رول څخه مننه کوي او هيله يې ښودلې، چې چين له ايران څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
وانګ يي ويلي، چې چين د اټومي تړون د بيا پلي کېدو ټينګ ملاتړ کوي، د ايران غوښتنې يې درک کړي او د خپلو مشروع ګټو د ساتنې لپاره د ايران له کوښښونو ملاتړ او پر دغه هيواد له لګېدلو غير قانوني يو اړخيزو بنديزونو سره مخالفت کوي.
چين غواړي، چې د نړۍ او سيمې د چټکو بدلېدونکو حالاتو سره سره، له ايران سره د اتومي مسئلې د حل او د سيمه ييز او نړيوال ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
(خبرياله: شکريه)