روسيې د امريکا پر ولسمشر جو بايډن بنديزونه ولګول
CMG2022/03/16 10:23:51
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د مارچ په ۱۵مه نېټه د امريکا د ولسمشر جو بايډن په ګډون په ځينو لویديځو سياستوالو د بنديز لګولو پرېکړه اعلان کړې ده.

د روسیې د بنديز په دغه لېست کې د امريکې د ولسمشر جو بايډن، د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن او دفاع وزیر لويډ اوستين په ګډون ۱۳ امريکايي سياستوال شامل دي.
د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرګي ريابکوف د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه د روسيې په لومړي تلويزوني چينل ويلي وو، چې روسيه به د امريکا او لوېديځو هېوادونو د بنديزونو په غبرګون کې ډېر ژر یو لېست اعلان کړي او د لويديځ په ځينو سیاستوالو به بنديزونه ولګوي.
(خبرياله: شکريه)