چین به لا زیاتو بهرنیو شرکتونو ته ګټور فرصتونه برابر کړي
CMG2022/03/16 15:02:05
شريکول:

 د چین د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مسؤلینو او د سوداګرۍ وزارت چارواکو د مارچ په ۱۵مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د بهرنیو تصدیو او د نوې ټکنالوژۍ او انټرنيټ شرکتونو استازو ته د ۲۰۲۲م کال د چین په دوو ملي غونډو کې د اقتصادي تګلارو او د بهرنیو تصدیو فرصتونو په اړه تفصیلات او مالومات ورکړل. 

د چين د سوداګرۍ وزارت چارواکو وويل، چې چین به سږ کال ثابت پرمختګ ته ډېره پاملرنه وکړي او د عرضې جوړښت اصلاحات به د کورنیو اړتیاوو له پراخېدو سره یو ځای کړي او د اقتصاد له پرمختګ څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي . 

دوی وويل، چې چین به د اقتصاد کورنی او بهرنی دورانونه وهڅوي او د پرمختګ نوی چوکاټ جوړ به کړي او دغه چاره به یې بهرنیو تصدیو ته لا زیات ګټور فرصتونه برابر کړي. (هیله)