د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مارچ په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې له امريکې څخه وغوښتل، چې د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون د څار له ميکانيزم څخه سرغړونه ونه کړي او په اوکراين کې بيولوژيکي لابراتوارونه دې د خپلواکې پلټنې لپاره پرانيزي.
نوموړي وويل، چې د څرګندو مالوماتو په بسنټ په اوکراين کې د امريکې لسګونه بيولوژيکي لابراتوارونه د پنټاګون د چارو په چوکاټ کې کار کوي او امريکې پر دغو لابراتوارونو څه باندې ۲۰۰ ميليونه امريکايي ډالره لګولي دي.
جاو لي جيان په اشارې وويل، چې روسيې د دغو لابراتوارونو يو شمېر پلټنيز پلانونه هم په ډاګه کړي دي.
UP-4 پلان: د کډوالو مرغانو له لارې وبا خپروي.
R-781 پلان: د اسمان څکلکي له لارې د انسانانو وبا خپروي.
UP-8 پلان: د کريميا او کانګو د هيموريجيک تبه (hemorrhagic fever ) او هانتان وبا (Hantaan virus) وبا خپروي.
(خبرياله: شکريه)