چین د ماشومانو پر حقونو د امریکا د زورزياتي کړنې څاري
CMG2022/03/16 14:58:01
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چین استازي د مارچ په ۱۵مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۴۹مې غونډې په لړ کې له  ماشومانو سره د زورزياتې د مخنيوي ادارې له سيکريټر سره ځانګړې ناسته ترسره کړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د ماشومانو پر حقونو د امریکا د زورزياتي کړنو ته پاملرنه واړوله او په دغې موضوع يې هر اړخيزې خبرې وکړې.
د چين استازي په خپلو خبرو کې وویل، چې امریکا  له اوږدې مودې راهیسې کډوال ماشومان د مهاجرينو په کېمپونو کې بنديان کړي او په زور يې له خپلو پلارونو او میندو جلا کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې چين ياده موضوع څاري او دغه کډوال ماشومان له سخت زورزياتي او ځور سره مخ دي او له امريکې يې وغوښتل، چې دغه شان کړنې پای ته ورسوي. (هیله)