تهران: د ایران د اټومي خبرو اترو د بشپړېدو پرېکړه د امریکې په لاس کې ده
CMG2022/03/16 14:55:13
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبدالهیان د مارچ په ۱۵مه نېټه ویلي، چې امریکا باید د ایران د اټومي مسئلې د هراړخيز تړون د خبرو اترو بشپړېدو ته اړين ځواب ووايي.

نوموړي په همدې ورځ له روسيې څخه تر ستنېدو وروسته په خپلې ټويټرپاڼې ليکلي، چې هغه له خپل روسي سيال سیرګي لاوروف سره د دوه اړخيزو اړیکو او د ایران د اټومي خبرو اترو په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله خبرې کړي او خپل دغه سفر یې اغېزمن بللی دی. نوموړي باور ښودلی، چې روسيه ددې ملاتړ کوي، چې په ویانا کې د ایران د اټومي مسئلې د حل په تړاو اخري او دايمي تړون لاسليک شي. (هیله)