په عراق کې د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کيږي
CMG2022/03/16 14:57:00
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق ملي پارلمان د مارچ په ۱۵مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه به په هيواد کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې ترسره کړي.

د عراق د نوې دورې ملي پارلمان د تېرې جنورۍ په ۹مه نېټه لومړۍ غونډه ترسره کړه. د دې هېواد د اساسي قانون له مخې، نوی پارلمان باید د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته په ۳۰ ورځو کې دننه ولسمشریزې ټاکنې ترسره او نوی ولسمشر وټاکي.
د عراق په پارلمان کې د څو سياسي ډلو د تېرې فبرورۍ د ۷مې نېټې د احتجاج له امله، په غونډه کې د حاضرو وکیلانو شمېر قانوني معیار نه پوره کاوه او پارلمان مجبور شو، چې د ولسمشرۍ ټولټاکنې وځنډوي.
د عراق پارلمان د روانې میاشتې په ۵مه نېټه اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو د غوښتنليکونو د سپارلو نېټه پای ته رسېدلې او پتېل شوې وه، چې د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې ټاکنې ترسره کړي، خو وروسته یې بیا ټاکنې لغوه اعلان کړې.
د عراق پارلمان اوس بیا پرېکړه کړې، چې د هيواد ولسمشرۍ ټاکنې به د روانې په ۲۶مه نېټه ترسره کړي. (هیله)