د افغاني سرې مياشتې ټولنې ته د چين د سره صليب ټولنې د مرستندويه توکو د سپارلو مراسم د مارچ په شپاړسمه نېټه د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مقر کې تر سره شول. په دغو مراسمو کې په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو او د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشر مطيع الحق خالص هم ګډون کړی و.
وانګ يو په خپله وينا کې وويل، چې د چين سره صليب ټولنې د تېر کال په ډسمبر کې افغانستان ته د طبي توکو، د ژوند او ښوونې په شمول د زياتو برخو مرستندويه توکي برابر کړي وو او اوس يې يو ځل بيا له دغه هېواد سره د غنمو اوړو مرسته کړې، چې دا به د زرګونو افغان کورنيو د لوږې مسئله حل کړي.
په نړۍ کې د حبوباتو بيې د کرونا وبا او نړيوالو حالاتو له امله ډېرې لوړې شوي، خو چين بيا هم افغانستان ته د مرستو لاس ورکړی، له افغانانو سره د چين د حکومت او خلکو صميميت او دوستي يې څرګنده کړې او د افغانانو د ژوند او پرمختګ اصلي بشري حقونه يې خوندي ساتلي دي. چين به له افغانستان سره د بشر دوستۍ او اقتصادي بيارغونې مرستو ته دوام ورکړي او له امريکا څخه يې بيا بيا غوښتي، چې د افغانستان کنګلې پيسې ازادې کړي او بېرته دې يې افغانانو ته وسپاري.