د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تونيس د کورنيو چارو وزارت د مارچ په ۱۶مه نېټه اعلان کړی، چې د دغه هېواد ملي امنيت ادارې په تاتاويني ولايت کې د يوې ترهګريزې ډلې ۶ شکمن غړي نيولي دي. د تونيس داخله وزارت ويلي، چې دغه کسان داعش ډلې ته وفادار دي.
د دغه وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې امنيتي ځواکونو دغه شکمن وګړي په داسې حال کې نيولي، چې د چاودېدونکو موادو د جوړولو او ترهګريزو بريدونو د طرحې په حال کې و. بر سير پر دې، دغې ډلې په ځايي سيمې کې د ځوانانو د راغونډولو او د افراطي نظريو د خپرولو لپاره هم هڅې کړي دي.
د تونيس امنيت ادارې له تېرو څو مياشتو راهيسې څو ترهګريزې ډلې نيولې دي.