روغتيا نړيوال سازمان: په ګردې نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۶۰ ميليونه، ۲۸۰ زره او ۱۶۸ ته رسېدلی
CMG2022/03/17 10:19:14
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړيوال سازمان د مارچ په ۱۶مه نېټه د تازه شمېرو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۷ بجو او ۵۷ د قيقو پورې، په ګردې نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر د ۱۵مې نېټې په نسبت يو ميليون ۶۷۹ زره او ۲۱۶ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۶۰ ميليونه، ۲۸۰ زره او ۱۶۸ ته رسېدلی دی.
خبر وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۷۵۱ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونه، ۵۰ زره او ۱۸ ته رسېدلی دی.
(خبرياله: شکريه)