د کډوالو پر وړاندې دوه ګوني معیارونه د لوېديځو هېوادونو د غرور او تعصب ښکارندويي کوي
CMG2022/03/17 15:17:58
شريکول:

 سږ کال د مارچ ۱۵مه نېټه د سوريې کړکېچ د رامنځته کېدو له ۱۱مې کليزې سره برابره وه. ملګرو ملتونو څو ورځې مخکې یوه شمېره خپره کړې، چې له مخې يې په سوریې کې په تېرو ۱۱ کلونو کې لږ تر لږه ۳۵۰ زره کسان مړه شوي او څه باندې ۱۲ میلیونه خلک بې کوره شوي دي او اوس د دغه هيواد  ۱۴ میلیونه وګړي د بشردوستۍ اړينو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې د سوریایانو د غمونو او انديښنو د ختمولو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونيسي.

لويديځ هيوادونه د ګوټریس يادې غوښتنې ته ډېره پاملرنه نه لري او اوس یې ټول تمرکز پر اوکراين ورټول دی.

د سوريې د خبرو اترو کمیسیون مشر انس البدا څو ورځې مخکې له خبریالانو سره په مرکه کې د کډوالو پر وړاندې د لوېديځو هېوادونو د دوه ګوني معیارونو په اړه ناهیلې او غوسه څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، چې لوېديځو هېوادونو په تېرو څو کلونو کې د سوريې کډوالو د نه ورتګ په پار یو لړ تدبیرونه نیولي، خو اوس دوی د اوکراین له کډوالو سره زیاته همدردي څرګندوي. برسيره پر دې، ځيني لوېديځ سیاستوال او خبري رسنۍ د اوکراین کډوال د پوستکي رنګ او نژاد په برخو کې د منځني ختيځ او افریقا له کډوالو سره پرتله کوي او دا د دې ښودنه کوي، چې د اوکراین کډوال دوی ته مهم دي.

هغه زياته کړې، چې یوه اروپايي چارواکي څو ورځې مخکې ویلي، چې د اوکراین کډوال اروپایان دي، دوی ځيرک دي او ښه ښوونه لري.

د دغه اروپايي چارواکي له يادې وینا څخه د لوېديځو هېوادونو نژادي تعصب او غرور ښکاري، دوی د کډوالو پر وړاندې دوه ګوني معیارونه ټاکلي او په همدې لارې يې د منځني ختيځ کډوالو ته زیانونه رسولي دي.

پوښتنه دا ده، چې کله امریکې په سوریې او افغانستان کې بې ګناه خلکو ته مرګژوبله اړولې، ولې لوېديځې خبري رسنۍ چوپې پاتې شوي او سیاستوالو يې هېڅ غوسه نه ده ښکاره کړې، خو د اوکراین او روسيې ترمنځ د شخړې تر رامنځته کېدو وروسته يې سمدلاسه د بشري حقونو شعار پورته کړی دی؟

د اروپايي ټولنې د کميسيون وکیل کلري دالي په دې اړه ويلي، چې لوېديځو هېوادونو له اوکراین څخه ملاتړ څرګند کړی او افغانستان يې هېر کړی دی، ځکه پر افغانستان امريکې تېری کړی و.

 نوموړي ويلي، چې امریکې په افغانستان کې ستر جرمونه ترسره کړي دي.

امريکې د افغانستان په شل کلنې جګړې کې څه باندې ۴۷ زره ملکي وګړي وژلي او شاوخوا ۳ میلیونه او ۴ لکه افغانان يې بې کوره کړي دي. امريکايي ځواکونه د تېر کال په اګست کې په ډېرې چټکۍ له افغانستان څخه ووتل او اوس په دغه هېواد کې ۲۳ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او کابو ۹۵ سلنه خلک کافي خوراکونو ته لاسرسی نه لري، خو امريکا د افغانستان په داسې حالاتو کې د افغانانو ۷ میلیارډه شتمني هم غلا کړې ده.

لویديځ هيوادونه ولې په دې اړه هیڅ غبرګون نه ښيي؟ د دوی همدردي چېرته ده؟

په حقیقت کې امریکې د افغانستان، روسيې او اوکراین په جګړو کې ډېر منفي او بد رول لوبولی دی، خو اوس چا ته پاملرنه کوي او سياستوالو يې خبري رسنۍ تر کنټرول لاندې نيولې دي.

د لویديځو سیاستوالو په اند، د منځني ختيځ کډوال او د اوکراین کډوال دوی ته توپیر نه لري، خو په حقیقت کې ټول د دوی د سياسي ګټو او د امریکې د زورواکۍ د ساتلو وسیلې ګرځيدلې دي.

هر څوک چې هر هېواد یا نژاد پورې تړاو لري، باید مساوي حقونه ولري، د لوېديځو هېوادونو سیاستوال او خبري رسنۍ بايد غرور او تعصب شا ته وغورځوي او د کډوالو پر وړاندې دوه ګونو معیارونو ته دې د پای ټکی کيږدي.