جانګ جون: چين او اروپا د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا مسئوليت او توان لري
CMG2022/03/17 11:31:28
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د مارچ په ۱۶مه نېټه د ښځو او ايکولوژيکي متنوعيت د ساتلو په اړه د چين - اروپا په څېړنيزه غونډه کې انلاين ګډون کړی و.

نوموړي په خپله وينا کې ويلي، چې چين او اروپا د نړيوالو ننګونو پر وړاندې د نړيوالې سولې د ساتلو دوه پياوړي ځواکونه، د ګډو ګټو دوه لوی بازارونه او د انسانانو د پرمختګ د هڅولو دوه مهم تمدنونه دي او د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا مسئوليت او توان لري.

نوموړي زياته کړې، چې دواړه خواوې دې پرمختګ ته لومړيتوب ورکړي، د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د تطبيق لپاره دې ګډې هڅې وکړي، د اقليمي بدلون ضد مبارزې او د ژوند او پيدايښت د متنوعيت د ساتنې په برخو کې دې لاس يو کړي، د COP۱۵ د دوېيم پړاوغونډې د برياليتوب لپاره دې خدمتونه وکړي، د ښځو د هراړخيز پرمختګ او له پرمختيايي هېوادونو سره د درې اړخيزو همکاريو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.