شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/03/17 10:18:09
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۶مې نېټې په ماسپيښين د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې چين به له اندونيزيا سره د نظر تبادلې او تګ راتګ وساتي، د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو تسلسل به پرمخ بوزي او د سيمې او نړۍ د ثبات او پرمختګ لپاره به مثبت رول ولوبوي.

جوکو ويدودو وويل، اندونيزيا به له چين سره د نظر تبادلې او نژدې همغږي وساتي، د اقتصاد د بيا سمسورتيا او نړيوال پرمختګ د هڅولو په برخو کې د شلو صنعتي هېوادونو له کوښښونو ملاتړ کوي او د ډېرې اړتيا وړ نړيوالو مسئلو د حل لپاره به خدمتونه وکړي.
(خبرياله: شکريه)