چين: د لويديځو هېوادونو له لوري د افغان ماشومانو د مرګژوبلې مسئله دې وڅارل شي
CMG2022/03/17 11:18:12
شريکول:

سينهوا اژانس خبر ورکړی، چې د مارچ په ۱۶مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۴۹م کانګرېس او د ماشومانو او وسله والو کشالو په اړه د م.م د سرمنشي د ځانګړي استازي تر منځ ډيالوګ تر سره شوی دی.
د چين استازي هم په دغه ډيالوګ کې برخه اخيستې وه او له يادې شورا يې غوښتي، چې په افغانستان کې د امريکې، بريتانيې او استراليا په ګډون د لويديځو هېوادونو له لوري د افغان ماشومانو د مرګژوبلې او ربړونې مسئله وڅيړي.
د چين استازي ويلي، چې له وسله والو کشالو څخه د ماشومانو د ساتنې اصلي لاره د شخړو مخنيوی دی. بېلا بېلې خوادې دې د خبرو اترو او سلا مشورو له لارې شخړو ته د پای ټکی کيږدي او نړيواله سوله او امنیت دې وساتي.
نوموړي زياته کړې، چې د امريکې په ګډون لوېديځ هېوادونه د ډيموکراسۍ او بشري حقونو د ساتنې په پلمه په خپله خوښه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او په همدې پلمې يې شخړې پېل کړې دي.
د چين استازي ويلي، چې د امريکې له لوري د افغانستان جګړې پيل او له دغه هېواده د خپلو ځواکونو تر اوباسلو پورې، افغان ماشومان ډېر سخت زيانمن شوي او د افغانستان په جګړه کې له ۲۰۰۵م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې، لږ تر لږه ۲۶ زرو افغان ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ناټو له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې، په خپلو هوايي بريدونو کې کابو ۱۶۰۰ افغان ماشومانو ته مرګژوبله اړولې، چې دغه رقم د عامو افغانانو د مرګ ژوبلې په عمومي شمېر کې ۴۰٪ جوړوي.
د امريکې، بريتانيې او استراليا په ګډون د لوېديځو هېوادونو سرتيرو په افغانستان کې د ماشومانو د وژنې په ګډون سخت جرمونه ترسره کړي، خو تر اوسه ورته سزا نه ده ورکړل شوې او نه هم تر قانون لاندي نيول شوي دي.
د چين استازي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وغوښتل، چې د افغان ماشومانو د مرګژوبلې مسئله وڅاري او مجرمينو ته دې سزا ورکړي.
(خبرياله: شکريه)