شي جين پينګ د ترکمنستان له ولسمشر او نوي منتخب ولسمشر سره تېلفوني خبرې وکړې
CMG2022/03/17 10:55:34
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ د ۱۶مې نېټې په مازديګر په جلا جلا توګه د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف او انتخاب شوي ولسمشر سردار بردي محمدوف سره تېلفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په تېلفوني خبرو کې د ترکمنستان د ولسمشريزو ټاکنو د برياليتوب په مناسبت مبارکي ويلې او د سردار بردي محمدوف د انتخابېدو په مناسبت يې نوموړي ته ځانګړې مبارکي ويلي ده او هيله يې ښودلې، چې ترکمنستان د پياوړي هېواد د ابادۍ لپاره د نوې زمانې د بيا سمسورتيا په جريان کې نوي او ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي.

قربان قلي بردي محمدوف او سردار بردي محمدوف په تېلفوني خبرو کې د ترکمنستان او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لوړه ارزونه کړې او ويلي يې دي، چې ترکمنستان به په پر له پسې توګه له چين سره د دوستۍ او همکارۍ پر تګلارې ټينګار وکړي او له چين سره د بېلا بېلو برخو د همکاريو د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي. نوموړو باور ښودلی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به لا ټينګې شي او د دواړو هېوادونو خلک به ترې لا زياتې ګټې واخلي.