د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي
عربستان وليعهد محمد سلمان بن عبدالعزيز السعود د مارچ په ۱۶مه نېټه په پلازمينې
رياض کې د بريتانيې له لومړي وزير بوريس جونسن سره کتلي او د دواړو حکومتونو تر منځ
د ستراتيژيکې ملګرتيا د کميټې جوړولو پرېکړه يې کړې او په دې اړه يې يو یادداښت
لاسلیک کړی دی.
د سعودي عربستان خبري رسنيو ويلي، چې دواړو خواوو په دې ليدنه کې
د خپلمنځي هر اړخيزو همکاريو د پرمخبيولو په اړه د نظريو تبادلې کړي او د ګډې علاقې
وړ سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په هکله يې بحثونه کړي دي.
بوریس جونسن ويلي، چې
سعودي عربستان د تېلو او ګازو د نړيوال بازار د ثبات په اهميت پوهيږي او دواړه
خواوې د نړيوال پولي انقلاسیون د مخنيوي په برخه کې هم ګډې نظريې لري. (خبرياله:
شکريه)