د چين بهرنيو چارو وزارت: د امريکا نوې کړنې به له ځوابي اقداماتو سره مخ شي
CMG2022/03/17 14:48:07
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيانګ د مارچ په ۱۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د امريکا د تهدید په اړه څرګندونې وکړې. نوموړي په اشارې وويل، چې امريکا په دې وروستيو کې د چين په اړه ډېرې تحريک کوونکې خبرې کړي دي. د امريکا دغې خبرې څرګند ظلم او ګواښ بلل کيږي او د امريکايي حکومت د سړې جګړې مفکوره او د ډله ييزې مقابلې نظريې يې په ډاګه کړي دي.

چين د اوکراين مسئلې په اړه عيني او عادلانه رويه لري او د دغو چارو د اصلي بڼې له مخې يې خپلواکه پرېکړه کړې او خپلې نظريې يې څرګندې کړي دي. چين د خبرو اترو او د ترينګلي وضعيت د ارامولو غوښتنه کړې او د اوسني بحران د حل لپاره يې خپل پېشنهاد وړاندې کړی دی. هغه جعلي معلومات، چې د چين د هڅو رد او د چين د نظريو او نيت تحريف غواړي، غېر مسئولانه او غېر اخلاقي دي.

جاو لي جيان وويل، چې چين د امريکا له هر ډول يو اړخيز بنديز سره مخالفت کوي. که امريکا پر خپلو ناوړو کړنو ټينګار وکړي، نو چين به يې پر وړاندې ځواکمن ځوابي اقدامات ونيسي.