د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امنيت شورا
د مارچ په ۱۷مه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي ((يوناما))
ماموريت وغځاوه او په دې اړه يې يو پرېکړه ليک تصويب کړ.
په م.م کې د چين دايمي
استازي جانګ جون په يوې توضيحې وينا کې د افغانستان د بشري او اقتصادي بحران ښه
والی تر نورو بيړنی کار بللی دی.
نوموړي ويلي، چې له افغانستانه د بهرنيو
ځواکونو له وتلو وروسته، اوس دغه هېواد د بيا اعادې کليدي پړاو ته ننوتلی او چين د
افغانستان مسئلې د حل لپاره د م.م له مهم رول ملاتړ او په دغه هېواد کې د م.م د
مرستندويه پلاوي ماموريت د مودې د تمدید هرکلی کوي.
جانګ جون هيله وښوده، چې
یوناما د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره پر له پسې ښه رول
ولوبوي.
نوموړي زياته کړې، چې چين غواړي افغانستان د يوناما په مرسته له نړيوال
پولي سازمان سره همکارۍ ترسره او بازاري او پولي فعاليتونه فعال کړي او اقتصادي او
ټولنيز پرمختګ پرمخ يوسي.
د امنيت شورا پرېکړه ليک دا ثابتوي، چې د افغانستان
شتمني افغانانو پورې اړه لري او يوناما دې د افغانستان د کنګل شويو شتمنيو د
ازادېدو لپاره کوښښونه وکړي.
(خبرياله: شکريه)