د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو
وزير وانګ يي د مارچ په ۱۷مه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان له سرمنشي جانګ مينګ سره
د ليدنې په وخت کې وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د خاورو مساحت او
د نفوسو شمېر د نورو نړيوالو سازمانونو په پرتله لوی او زيات دی، نو بايد دغه
سازمان د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتنې لپاره لا مثبت رول ولوبوي.
نوموړي
وويل، چې چين به د شانګهای همکارۍ سازمان د کوربه هېواد په توګه د دې سازمان د
سرمنشي له چارو ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه، چې نړيوال حالات اوس له پېچلي بدلون
سره مخ دي او د انساني ټولنې پر وړاندې سختې امنيتي او انکشافي ننګونې موجودې دي.
شانګهاي همکارۍ سازمان دې ((د شانګهای روحيه)) خپره او د غړو هېوادونو تر منځ
همکارۍ دې ژورې کړي، د سيمې امنيت او ثبات دې وساتي، د سړې جګړې مفکورې د بيا پورته
کېدو مخه دې ونيسي او نړيوال عدالت دې تضمين کړي.
(خبرياله:
شکريه)