د ترکيې کارپوه: د چین د کرونا وبا ضد د مبارزې تګلاره ډېره ګټوره ده
CMG2022/03/18 11:36:53
شريکول:

د ترکيې د استانبول د رياپ روغتون د ساري ناروغيو متخصص بیلنټ ايرتولور څو ورځې مخکې له خبریال سره په مرکې کې ويلي، چې چین د درملو او وقايوي تدبیرونو په استعمالولو سره د کرونا وبا ضد بريالۍ مبارزه کړې او دغه چارې يې د عامې روغتیا له ساتنې او غوښتنو سره سمون لري. 

نوموړي ويلي، چې د اميکرون ویروس د منفي اغېزې له امله، په دې وروستیو ورځو کې په ډېرو هېوادونو او سيمو کې د کرونا نوې پېښې بيا مخ په زیاتېدو دي او د دې ساري ناروغۍ د مخنيوي عمده او مهمه لار خلکو ته واکسین ورکول دي.
بیلنټ ايرتولور وايي، چې چین په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې خپلو خلکو ته يې د واکسین ورکولو اندازه تر ټولو لوړه ده او په عین وخت کې د ماسک اچولو په شمول وقايوي تدبیرونه يې هم په جدي توګه پلي کړي دي.
نوموړي زياته کړې، چې په اروپا او امریکا کې د کرونا وبا د مخنيوي او وقايې تدبیرونه د لغوه کېدو په حال کې دي او دوی د کرونا وبا ضد د مبارزې په نسبت اقتصاد ته لومړيتوب ورکوي. د ښاغلي ایرتولور په وينا دا چاره د خلکو په ګټه نه ده. (هیله)