د اوکراین کړکيچ د حل کيلي د امریکا او ناټو په لاس کې ده
CMG2022/03/18 11:30:05
شريکول:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څو ورځې مخکې پر چین نیوکې کړي او ويلي يې دي، چې چين پر اوکراين د روسيې د پوځي عملیاتو غندنه نه ده کړې.

 د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د مارچ په ۱۷مه نېټه په دې اړه وویل، چې امريکا هڅې کوي، چې پر چين تورونه ولګوي او د انتوني بلینکن له يادو خبرو د سړې جګړې او د ډله ييز مقاومت په اړه د امریکې د نظرونو ښکارندويي کوي. 
نوموړي په اشارې وويل، چې چین د اوکراین کړکيچ په اړه تل عیني او مساوي رویه غوره کړې ده. چین د بېلا بېلو هېوادونو د حاکمیت او د خاورو بشپړتیا احترام کوي او د بحران د سوله ييز حل لپاره له ټولو کوښښونو څخه ملاتړ کوي
جاو لي جیان زياته کړه، چې د ختيځ پر لور د ناټو د غځېدو په اړه د امریکا پرېکړه د اوکراین له اوسني کړکيچ سره مستقیمې اړیکې لري. چین هیله لري چې امریکا سوله او عدالت په پام کې ونیسي او د اوکراین کړکيچ د ژر ارامولو لپاره دې ډېرې هڅې وکړي. (هيله)