د چين د اقتصادي پرمختګ فعاله نښه
CMG2022/03/18 15:13:06
شريکول:

د چين دولتي شورا د پولي ثبات او پرمختګ کميټې د مارچ په ۱۶مه نېټه ځانګړې غونډه ترسره کړې ده.

په دغه غونډه کې د عمومي اقتصاد په ګډون د يو لړ مسئلو په اړه مهمو پوښتنو ته، چې بازار يې په اړه ډېر اندېښمن دی، ځوابونه ورکړل شول.

د اقتصاد څېړونکي په دې اند دي، چې د چين د دولتي شورا د پولي ثبات او پرمختګ کميټې دغې غونډې د چين د حکومت مثبتې نښې ښکاره کړي او د کورنيو او بهرنيو پانګوالو باور يې  خپل کړی دی

دغه څېړونکي وايي، چې د ناڅرګند بهرني چاپېريال له امله، د چين پولي بازار له تېرو څو میاشتو راهيسې تر فشار لاندې دی او په داسې کيلیدي وخت کې د چین پولي کمیټې د مهمو بازاري مسئلو په اړه خبرې کړي او ټينګار يې کړی، چې پرمختګ ته به لومړیتوب ورکړي او د اقتصاد د سمسورتيا په برخه کې به پر تمرکز او د اصلاحاتو او ورخلاصون پر پراخولو ټینګار وکړي.

د چين دغه پالیسي د بازار ثبات ساتي او د بازار اندیښنې به کمې کړي.

د چين اقتصاد په تېرو څو کلونو کې د پرمختګ په بهير کې د شته خنډونو او خطرونو پر وړاندې د مقابلې توان ښکاره کړی او ستر خوځنده ځواک یې ثابت ساتلی دی.

چين په نړۍ کې يوازنی لوی اقتصاد دی، چې په ۲۰۲۰م کال کې يې د کرونا وبا په درشل کې مثبت پرمختګ موندلی دی.

په ۲۰۲۱م کال کې د چین د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت، يعنې جي ډي پي ۸.۱ سلنه زياتوالی درلود او د نړۍ پاملرنه یې راجلب کړې وه.

د چين اقتصاد پرله پسې پرمختګ کوي

تازه شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين اقتصادي سمسورتيا له اټکل څخه هم ښه وه او د کلني اقتصادي او ټولنيز پرمختګ موخو د تر لاسه کولو لپاره یې ټينګ بنسټ برابر کړی دی.

په چين کې د لګښت او مصرف بازار هم ګرم دی

په چین کې د 2022م کال په لومړيو دوو مياشتو کې د مصرفي توکو د پلورعمومي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶، ۷ سلنه زياتوالی ښيي، چې د اقتصاد پوهانو د ۳ سلنې وړاندوینې څخه هم پورته ده. د لګښت سمسور بازار د چین د اقتصاد لپاره ډېر اهميت لري.

چين د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د صنعتي توليد، پانګونې، وارداتو او صادراتو په برخو کې هم چټک پرمختګ موندلی او د کارموندنې او د بيو ثبات يې ساتلی دی. له دې څخه څرګندېږي، چې د چين اقتصادي کړنې د ثابت پرمختګ په حال کې دي او د اقتصاد د ښه پرمختګ بنسټيز حالت يې نه دی بدل شوی

کرونا وبا په نړۍ کې  اوس هم د خپرېدو په حال کې ده او نړۍ يې له ګډوډۍ سره مخ کړې ده.

د چين اقتصاد د بياسمسورتيا بنسټ ډېر نه دی ټينګ شوی، بلکې دغه هيواد د زياتو کورنيو او نړيوالو ناڅرګندو حالاتو سره سره، لا هم اړتیا لري، چې د تګلارې په برخه کې مخکښ پلان ولري.

   اټکل کېږي چې چين به په راتلونکې کې د اقتصاد د ثابت پرمختګ لا زياتې هڅې وکړي.