شي جين پينګ په چين کې د کرونا وبا د وقايې او کنټرول سپارښتنه وکړه
CMG2022/03/18 14:52:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۱۷ مه نېټه د دغه هېواد د کمونېست ګوند د سياسي بيورو د دايمي کمېټې د غونډې مشري وکړه او په یو لړ موضوعاتو يې خبرې کړې دي.
نوموړي په هېواد کې د کرونا وبا د وقايوي کارونو سپارښتنه کړې ده.
هغه په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين د کرونا وبا د وقايې او کنټرول لپاره دقيق او اغېزمن اقدامات غوره کړي، چې په پايله کې يې د خلکو ژوند او روغتيا  او د هېواد اقتصادي وده ډېره ښه ساتل شوې او دغه لاسته راوړنې يې د کرونا وبا د وقايې غښتلی توان او د کمونېست ګوند د رهبرۍ او د سوسیاليستي نظام د غوره والي ښودنه کوي.
شي جين پينګ له حکومتي کدرونو څخه غوښتنه کړې، چې د کرونا وبا د وقايې هڅو ته دوام ورکړي، لااغېزمن اقدامات دې غوره کړي، په ډېرې کمې بيې دې د وبا د مخنيوي زياتې لاسته راوړنې ولري او په ټول توان دې پر ټولنې او اقتصاد د وبا د اغېزو مخه ونيسي.