امنیت شورا د مارچ په ۱۷مه نېټه ۲۶۲۶م پرېکړه ليک تصویب کړ او په افغانستان کې يې د يوناما ماموريت يو کال وغځاوه.
د دغه پرېکړه لیک له مخې، یوناما به په افغانستان کې د ۲۰۲۳م کال د مارچ تر ۱۷مې نېټې پورې خپلو چارو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت او د افغانستان مسئلې په اړه د سرمنشي ځانګړی استازی به د د دغه هيواد له ټولو سياسي ډلو او ښکیلو خواوو سره نږدې تماس وساتي او له افغانانو سره به مرستې وکړي. (هیله)