د چين د خلکو ورځپاڼې د امريکا د بيولوژيکي لابوراتوارونو په هکله تبصره خپره کړې
CMG2022/03/18 14:14:34
شريکول:

 د چين د خلکو ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې ((د تړون مراعاتول او له تړون څخه سرغړول؛ حقيقت د بحث او مباحثې زېږنده ده)) تبصره خپره کړې ده.

په دې تبصرې کې راغلي، چې روسيې په اوکراين کې د امريکا بيولوژیکي پوځي همکاريز پروګرام افشا کړی او د امريکا له هغو کړنو يې پرده پورته کړې، چې غواړي بيولوژيکي پوځي امپراطوري جوړه کړي.

 د امريکا پنټاګون د نړۍ په دېرشو هېوادونو کې بيولوژيکي همکاريز پروګرامونه لري او د همکاريو له لارې يې د بيولوژيکي امنيتي ننګونو د کمولو او د نړۍ د عامې روغتيا د پياوړتيا په پلمه، څو سوه بيولوژيکي لابوراتوارونه کنټرول کړي دي.

په اوکراين کې د دوی لابوراتوارونه يوازې د دغو پروګرامونو کوچنۍ برخه ده.

نړيواله ټولنه په ۲۰۰۱ کال کې ((د بيولوژیکو وسلو د ممنوعيت تړون)) د څارميکانيزم د جوړولو په هکله ګډو نظريو ته ورسيدله، خو امريکا د دې په پلمه چې اړونده څارنه به يې د هېواد امنيت او اقتصادي ګټو ته زيانونه ورسوي، په يوه اړخيزه توګه له اړوندو خبرو اترو څخه ووتله او اوس هم هر وخت له ياد ميکانيزم سره مخالفت ښيي.

په دغه تبصرې کې دا هم کښل شوي، چې د نړيوال قانون واک دې وساتل شي. نړيواله ټولنه دې د م.م او ياد تړون تر چوکاټ لاندې د امريکا د بيولوژيکي لابوراتوارونو په هکله د روسيې له خوا وړاندې شوي سندونه ارزيابي کړي او په دې اړه دې له امريکا څخه توضيحات وغواړي.

 

(غاټول)