سرګي لاوروف: په اوکراين کې د بيولوژيکو لابراتوارونو د څارنې ميکانيزم بايد جوړشي
CMG2022/03/18 15:05:35
شريکول:

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې په اوکراين کې د بيولوژيکو لابراتوارونو د څارنې ميکانيزم جوړ کړي.

نوموړي زياته کړې، چې امریکا په اوکراين کې تر ۳۰ زيات بيولوژيکي لابراتوارونه لري او په نورو هېوادونو کې يې هم سلګونه دغه ډول لابراتوارونه جوړ کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سياسي چارو معينې ويکتوريا نولند د مارچ په اتمه نېټه د دغه هېواد د مشرانو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې غونډې ته په وينا کې منلې، چې هېواد يې په اوکراين کې د بیولوژيکې څېړنې تاسيسات لري.