د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب
اردوغان د مارچ په ۱۷مه نېټه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ټليفوني خبرې
کړي او يو ځل بيا يې نوموړي ته وړانديز کړی، چې له خپل اوکرایني سیال زلينسکي سره
په ترکيې کې وويني او د روسیې او اوکراين د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره دې هر اړخيزې
خبرې وکړي.
د اوکراين خارجه وزير دميترو کوليبا ويلي، چې هغه په همدې ورځ د
ترکيې له بهرنيو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره د دغه هېواد او روسيې تر منځ د
خبرو اترو د ترسره کولو په اړه موافقې ته رسېدلی دی.
(خبرياله:
شکريه)