د روسيې پوځي اداره: امريکا په اوکراين کې بيولوژيکي او نظامي پروژه تر سره کړې
CMG2022/03/19 14:50:43
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د تشعشع، کيمياوي او بيولوژيکي دفاع ځواک قوماندان کيريلوف د مارچ په اوولسمه نېټه وويل، چې په اوکراين کې د بيولوژيکي لابراتوار له کارکوونکو څخه د روسيې دفاع وزارت له خوا تر لاسه شوي سندونه ښيي، چې امريکا او د ناټو ملګرو يې په اوکراين کې بيولوژيکي او نظامي پروژه تر سره کړې.

د روسيې د دفاع وزارت د مارچ په اوولسمه نېټه پر وېبپاڼې خبر ورکړ، چې کيريلوف په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې  وویل، چې د روسيې په اند په اوکراين کې د بيولوژيکو وسلو د پورزو د څېړنې او توليد چارې تر سره شوي.

نوموړي په دغه ناسته کې د ۲۰۱۵م کال د مارچ د شپږمې نېټې يو سند خپور کړ. په دغه سند کې د اړوندو وګړو د نومونو لاسليکونه او د څو سازمانونو مهرونه شتون لري او دا ښيي، چې امريکا په مستقيم ډول په اوکراين کې له بېولوژيکي او نظامي پروژو سره مالي مرسته کړې.